په افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ رواوالی نه لري
امریکایانو ددوحې له تړونه په استفادې سره طالبانو ته رواوالی ورکړی او اوس په افغانستان کې د سیاسی حکومتونو مشران ګرَم ګڼي او دا له افغانستان سره د دوي دووه ګوڼي چلند او ددغه هیواد د ګډوډولو ښودنه کوي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د پآکستان د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیشن مشر محسن داؤړ د جرګې په څرګندې غونډې کې د افغانستان دبدلونونو په باب پخپلو څرګندونو کې ووئيل،طالبانو له امریکا سره د دوحې له تړونه په استفادې سره پر افغانستان خپل ناروا سلطه تپلې د ه.
هغه ووئيل امریکا له طالبانو سیره د دوحې دسولې دموافقې په لاسلیک کولو سره،په افغانستان باندې ددغې ډلې د نارواحکمرانۍ زمینه برابره کړه.
محسن داؤړ زیاته کړه،امریکا او طالبانو له مخکې په یوه پلان شوي پروګرام سره د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ او وروسته ئې د طالبانو لپاره د افغانستان فضا خالی کړه . دپاکستان د ولسی جرګې دغه لوړپوړي مسئول مقام ټينګار وکؤ، په افغانستان کې طالبان او د تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټي پيډله یوې سیکې دوه اړخونه دي،طالبان د وسلط په زور او تاؤتریخوالي سره په افغانستان مسلط شوياو ټي ټي پی په ترور او تاؤتریخوالی سره پر پاکستان د مسلط کیدا هڅه کوي.
هغه پخپلې وینا کې ووئيل امریکایانو ددوحې له تړونه په استفادې سره طالبانو ته رواوالی ورکړی او اوس په افغانستان کې د سیاسی حکومتونو مشران ګرَم ګڼي او دا له افغانستان سره د دوي دووه ګوڼي چلند او ددغه هیواد د ګډوډولو ښودنه کوي.
د افغانستان له خاورې د پاکستان پر حدودو دډزو په وروستۍ پیښې پسې د کابل اسلام اباد ترمینځ تاؤتریخوالی نوي مرحلې ته د اخل شوی او د و واړه لوري یوبل په تاؤتریخوالو تورنوي،په وروستیو ډزو کې هم وئيل کیږي ،شپږ کسان وژل شوي او کابو شل نور ټپيان شوي دي .داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان دفاع وزیر پرون وئيلي دي،په چمن پوله ایزې سیمې کې د وړمې ورځې په پيښې پسې طالبانو له اسلام اباده بخښنه غوښتي او پآکستان هم له افغانستان سره خپله دغه پوله بیرته پرانیستې ده.