په افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ رواوالی نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124854-په_افغانستان_کې_د_طالبانو_حکومت_هیڅ_رواوالی_نه_لري
امریکایانو ددوحې له تړونه په استفادې سره طالبانو ته رواوالی ورکړی او اوس په افغانستان کې د سیاسی حکومتونو مشران ګرَم ګڼي  او دا  له افغانستان  سره د دوي دووه ګوڼي  چلند او ددغه هیواد د ګډوډولو  ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ رواوالی نه لري

امریکایانو ددوحې له تړونه په استفادې سره طالبانو ته رواوالی ورکړی او اوس په افغانستان کې د سیاسی حکومتونو مشران ګرَم ګڼي  او دا  له افغانستان  سره د دوي دووه ګوڼي  چلند او ددغه هیواد د ګډوډولو  ښودنه کوي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د پآکستان د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیشن مشر محسن داؤړ د جرګې په څرګندې غونډې کې د افغانستان دبدلونونو په باب پخپلو څرګندونو کې ووئيل،طالبانو له امریکا سره د دوحې له تړونه په استفادې سره پر افغانستان خپل ناروا سلطه تپلې د ه.

هغه ووئيل  امریکا  له طالبانو سیره د دوحې دسولې دموافقې په لاسلیک کولو سره،په افغانستان باندې ددغې ډلې د نارواحکمرانۍ زمینه برابره کړه.

محسن داؤړ زیاته کړه،امریکا او طالبانو له مخکې په یوه پلان شوي پروګرام سره د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ او وروسته ئې د طالبانو لپاره د افغانستان فضا خالی کړه . دپاکستان د ولسی جرګې دغه لوړپوړي مسئول مقام  ټينګار وکؤ، په افغانستان کې طالبان او د تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټي پيډله یوې سیکې دوه اړخونه دي،طالبان د وسلط په زور او تاؤتریخوالي سره په افغانستان مسلط شوياو ټي ټي پی په ترور او تاؤتریخوالی سره پر پاکستان د مسلط کیدا هڅه کوي.

هغه پخپلې وینا کې ووئيل امریکایانو ددوحې له تړونه په استفادې سره طالبانو ته رواوالی ورکړی او اوس په افغانستان کې د سیاسی حکومتونو مشران ګرَم ګڼي  او دا  له افغانستان  سره د دوي دووه ګوڼي  چلند او ددغه هیواد د ګډوډولو  ښودنه کوي.

 د افغانستان له خاورې د پاکستان پر حدودو دډزو په وروستۍ پیښې پسې د کابل اسلام اباد ترمینځ تاؤتریخوالی نوي مرحلې ته د اخل شوی او د و واړه لوري یوبل  په تاؤتریخوالو تورنوي،په وروستیو ډزو کې هم وئيل کیږي ،شپږ کسان وژل شوي او کابو شل نور ټپيان شوي دي .داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان دفاع وزیر  پرون وئيلي دي،په چمن پوله ایزې سیمې کې  د وړمې ورځې په پيښې پسې طالبانو له اسلام اباده بخښنه غوښتي  او پآکستان  هم له افغانستان سره خپله دغه پوله بیرته پرانیستې ده.