په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدا،د ګاونډیانو جوته غوښته
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ا و دتاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان په پنجشنبې ورځې په اسلام اباد کې سره په کتنې کې په افغانستان کې د درستو ګوندونو اوډلو ټپلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت پر جوړیدا ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړیدا ضرورت او له ګاونډیانو سره ددغه هیواد په پولو کې د ثبات اړتیا، په تیر یوه کال کې،د مینځنۍ آسیا هیوادونو د ملګرتیا کنفرانسونو اویا د شانګهائي کنفرانسه رانیولې د پاکستان او تاجیکستان دمشرانو تر لیدو کاتو او دوه اړخیزو ناستو پورې،تل د افغانستان د ګاونډیانو ترمیځ دخبرواترو یو ثابت چورلیز دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ا و دتاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان په پنجشنبې ورځې په اسلام اباد کې سره په کتنې کې په افغانستان کې د درستو ګوندونو اوډلو ټپلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت پر جوړیدا ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د قدرت پر ګدۍ د طالبانو ډلې د واک دقیقا پنځلس میاشتې تیریږي او په دغې مودې کې په دوامدار ډول په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړیدا موضوع مطرح ده. په دغه هیواد کې سیاسی، قومي اومذهبی ډلې ډلې او ګوندونه هماغه راز دخپل سیاسی او نفوسي جوړښت او وزن په اساس په حاکمیّت کې پر ګډون ټينګار کوي.
له یوه پلوه ددغې غوښتې په اجرا کې د طالبانو لټي او کم کاري له یوه پلوه د طالبانو د حکومت د پيژندنې په بهیر کې دخنډ جوړیدا او همداراز د ددوي د مخالفانو دانسجام سبب شوې او له بل پلوه د ګاونډیانو له خوا پر افغانستان د طالبانو دحکومت په باب د غیر عادي تفکر او ذهنیّت د رامینځةکیدا سبب شوې ده. له دې امله دافغانستان ګاونډیان په دوامداره توګه په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړیدا ټينګار کوي ځکه چې دغه اقدام په دغه هیواد کې د باثباته حکمرانۍ او اغیزې ئې پر ګاونډیو هیوادونو د اغیز شیندنې زمینه جوړونکی ګڼي. په دې رابطه کې شهبازشریف او امامعلی رحمان د پنجشنبې ورځې په کتنې کې وئيلي دي ،له ترهه ګرۍ سره ګډه مبارزه او په افغانستان کې د سولې اوثبات دټینګیدا په خاطر دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا یوه ضروري چاره ده .
لکه څنګه چې په افغانستان کې د طالبانو په وسیله د داخلی ثبات او امنیت د کنټرولو او دوسلوالو ډلو د رامینځةکیدا د مخنیوي لاره ، دټولشموله حکومت دجوړیدا له لارې تیریږي، او داپخپله ښه ګاونډيتوب ته د ژمنتیا له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د رامینځةکیدا سبب کیږي .طبیعتا د افغانستان ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د یوه باثباته او ټولشموله حکومت د جوړیدا له امله د سیمه ایزو فرصتونو په دلیل ، ددغې موضوع پر ضرورت ټينګار کوي.
د سیمې له هیوادونو سره داړیکو ښه کیدا او په داخلی سرچینو تکیه او دحکومت همپاله کیدا،د شانګهائي موسیسې په څیرپه سیمه ایزو اورګانونو کې د افغانستان د تحرک سبب کیدلی شي او په امریکا کې د افغانستان د سرچینو دتړل کیدا دختمیدا او له واشنګټه ددغو سرچینو د بیرته اخستو په باب د کابل له حکومت سره یوه مرسته کیدلی شي. پر دې اساس، د ګاونډيتوب سیاست ته طالبانو توجه او د تجارت او ټرانزیټ د پراختیا په وسیلې سره د اقتصادي مشکلاتو دحل لپاره له سیمه ایزو ظرفیّتونو څخه استفاده، هاله د اجرائي کیدا وړتیاؤ پيداکوي چې له ګاونډیانو سره اړیکي عادي شي.
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو تر دې دمه ددغې چارې د پوره کیدا لپاره کوم مهم ګامونه نه دي پروته کړي.
که څه هم کله کله د طالبانو ډلې په واکمن پلاوي کې د ځينو مختلفو قومي او مذهبی ډلو د ځينو چارواکو او مسئولانو شتون ته په اشارې سره دطالبانو له خوا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دشتون اوضرورت موضوع توجیه کیږي،خو په عین حال کې دټول شموله حکومت نه جوړیدا به ثبات رامینځةنه کړي او حتی د نورو هیوادونو د لاسوهونکو څرګندونو لپاره زمینه هم برابروي . منطقي ده چې طالبان په افغانستان کې د خپلې مخکینۍ واکمنۍ له تجروبې څخه په استفادې سره د ټولشموله حکومت دجوړیدا لپاره هڅه وکړي. ځکه چې په افغانستان کې پخوانۍ حکمرانۍ ښئ چې په دغه هیواد کې د پاچائۍ، جمهوری او مذهبی پشمول هرډول سیاسی نظام د هراړخیز ګډون د د نه رعایتولو او او د جدیّت نه شتون په دلیل په ماتې محکوم شوي دي.
په کلي توګه وئيل کیدلی شي،د طالبانو حکومت د افغانستان د ټولو سیاسی ډلو ټپلو او قومونو په ګډون سره دملی ټولشموله حکومت ترڅنګ له ګاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو په سمولو او دسیمې ثبات ته په ژمنتیا سره د بیا رغونې او له امریکا څخه د افغانستان د ولس دکنګل شوو شتمنیو د آزادولو او هم دلازیاتې ملګرتیا لپاره لا غوره ګام پورته کولی شي.