پاکستان په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرپرست راوغوښته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124968-پاکستان_په_اسلام_اباد_کې_د_افغان_سفارت_سرپرست_راوغوښته
د دغې احضاریې پر وخت پاکستاني چارواکو طالب استازي ته د وروستیو نښتو له امله سخت اعتراض کړی او دغه نښتې ېې په سختو ټکیو غندلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 02:05 Asia/Kabul
  • پاکستان په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرپرست راوغوښته

د دغې احضاریې پر وخت پاکستاني چارواکو طالب استازي ته د وروستیو نښتو له امله سخت اعتراض کړی او دغه نښتې ېې په سختو ټکیو غندلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سپین بولدک -چمن کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو د دوام په غبرګون کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او شارژدافیر سردار احمد شکېب احضار کړی.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د دغې احضاریې پر وخت پاکستاني چارواکو طالب استازي ته د وروستیو نښتو له امله  سخت اعتراض کړی او دغه نښتې ېې په سختو ټکیو غندلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پاکستاني لوری د‌ دغو نښتو رامنځته کوونکی او هڅونکی بللی و.ده همداراز ویلی دی په خبرو اترو سره دغه مسله اواریدلې شی .

د تیر اتبار په ورځ هم  طالبانو د پاکستان په ملکیانو په ډزو کې  اوه کسان مړه او کابو دیرش نور هم ټپیانکړی  وو.