پاکستان:
زموږ د ډیپلوماټانو امنیت باید خوندي شي
د پآکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې یې د ډیپلوماټانو د اوسېدو لپاره د امن فضا برابره کړي.
د کلید له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ خبري غونډې ته وویل: د طالبانو له چارواکو سره مو د خپل سفارت د امنیت په هکله خبرې اترې کړي دي.
که څه هم هغې دا نه دي ویلي چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په کومه کچه خبرې شوې، خو تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتې او نورو مسایلو په تړاو یې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست احمد شکیب احضار کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له هغه سره یې د وروستۍ نښتې او پر بېلابېلو نورو مسایلو بحثونه کړي دي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر لا هم په پاکستان کې دی او تر هغه چي په افغانستان کې یې د امنیت په هکله ډاډ تر لاسه نه شي پاکستان کې به پاته شي.
په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان او د روسیې په سفارتونو او د چینایانو په استوګنځی ترهګریز بریدونه شوي چي مسئولیت یې د داعش ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.