عمران خان د پاکستان پوځ پر پخواني قوماندان تور ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125148-عمران_خان_د_پاکستان_پوځ_پر_پخواني_قوماندان_تور_ولګاوه
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، د خپل دولت نسکورولو په برخه کې له امریکا سره پر همکارۍ د پوځ پخوانی قوماندان جنرال قمر باجوا تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2022 15:25 Asia/Kabul
  • عمران خان د پاکستان پوځ پر پخواني قوماندان تور ولګاوه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، د خپل دولت نسکورولو په برخه کې له امریکا سره پر همکارۍ د پوځ پخوانی قوماندان جنرال قمر باجوا تورن کړ.

عمران خان د آپریل میاشتې په لسمه له واکه لېري او شهباز شریف یې پر ځای وټاکل شو. عمران خان تراوسه حاضر شوی نه دی ترڅو له خپل ځان وروسته دولت په رسمیت وپېژني.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د پاکستان پخواني لومړی وزیر، د خپل دولت نسکورولو په برخه کې له امریکا سره پر همکارۍ د جنرال قمر جاوید باجوا په تورنولو سره زیاته کړه، وړاندې مې نشو کوالای د قمر جاوید باجوا رول افشا کړم، ځکه دا اندښنه وه چې د وسله وال پوځ پر وړاندې د عمومي فکرونو په تحریک به تورن شم.

عمران خان زیاته کړه: د اقتصاد ژغورنې او د ناورین مخنیوي یوازینۍ لاره، د سیاسي ټیکاو رامنځته کول ده.