په بلوچستان کې په ترهه ګروچاودنوکې په لسګونو کسان مړه اوژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125314-په_بلوچستان_کې_په_ترهه_ګروچاودنوکې_په_لسګونو_کسان_مړه_اوژوبل_شول
د بلوچستان په کویټه کې په یوه بله چاودنه کې هم یو کس مړ او ۱۵ ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2022 02:34 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې په ترهه ګروچاودنوکې په لسګونو کسان مړه اوژوبل شول

د بلوچستان په کویټه کې په یوه بله چاودنه کې هم یو کس مړ او ۱۵ ژوبل شول .

د ایرنا له راپور سره سم دپاکستان د بلوچستان صوبې په کاهان سیمه کې د پوځ د عسکرو په ګاډی د بم چاودنه وشوه چی پکې د یوه افسر په شمول پینځه پوله ساتي عسکر مړه او شپږ کسان هم ژوبل شول .

د بلوچستان په کویټه کې په یوه بله چاودنه کې هم یو کس مړ او ۱۵ ژوبل شول . په عین حال کی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر په ژوب کې د امنیتی عسکرو د عملیاتو خبر ورکړ چی هدف یې له افغانستانه د پاکستان خاورې ته د ترهه ګرو عناصرو د نفوذ مخینوې وو . په دغو عملیاتو کی په ذزوکې یو پاکستانې عسکر مړ او یو ترهه ګر هم هلاک شوی دی .

تراوسه هیڅ ډلې د بلوچستان حملو مسولیت پرغاړه ندې اخیستې .