پاکستان په سورئې کې د امنیت اوثبات بشپړ ملاتړ کوي
(last modified Tue, 27 Dec 2022 00:35:06 GMT )
Dec 27, 2022 05:05 Asia/Kabul
  • پاکستان په سورئې کې د امنیت اوثبات بشپړ ملاتړ کوي

پاکستان په وروستیو کلونو کې د سورئې د  یوه دودیز دوست هیواد په توګه ، تل د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د سورئې د بحران دحل یو پلوی  دی او د ځينو لویدیځي قدرتونو پّ تیره بیا د  فارس خلیج د حوزې د ځينو عربو هیوادونو له دباؤنو سره سره  دبشار اسد د حکومت په ضد  د هرډول پلان سره ئې  خپل مخالفت  اعلان کړی او  دخپلو اصلي دریځونو بدلولو ته هیڅکله هم تیار شوی نه دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په اسلام اباد کې د سورئې له سفیر رمیزالراي سره په کتنې کې  ووئيل، پاکستان د سورئې د امنیت او ثبات په ټينګیدا کې ددغه هیواد له حکومت او ملته بشپړ ملاتړ کوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د سورئې د  یوه دودیز دوست هیواد په توګه ، تل د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د سورئې د بحران دحل یو پلوی  دی او د ځينو لویدیځي قدرتونو پّ تیره بیا د  فارس خلیج د حوزې د ځينو عربو هیوادونو له دباؤنو سره سره  دبشار اسد د حکومت په ضد  د هرډول پلان سره ئې  خپل مخالفت  اعلان کړی او  دخپلو اصلي دریځونو بدلولو ته هیڅکله هم تیار شوی نه دی.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ،  د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون  په اسلام اباد کې د سورئې له نوي سفیر رمیز الرائ سره په کتنې کې  ووئيل،  په پاکستان کې د سورئې د تام الاختیار سفیر منصوبیدا  د دواړو هیوادونو داړیکو دلاپياوړتیا په لارې کې یو نوی ګام دی .

دپاکستان ولسمشر د بشار اسد د بریالیتوب او د  دسورئې د  حکومت او ولس د سرلوړئ لپاره په هیلې کولو سره  ئې په دغه هیواد کې د سولې ، امنیت اوثبات بشبړ  ملاتړ  اعلان کړ.

 په پاکستان کې د سورئې نوي سفیر هم د پاکستان ولسمشر ته د سورئې ا و پآکستان ترمینځ د مناسباتو د پیاوړتیا لپاره د چمتووالي په اعلان سره د بشار اسد خصوصي پیغام هم ورسوۀ.