پاکستان  او ازبکستان پخپلو کې  سره تجارتي ملګرتیاوې پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125392-پاکستان_او_ازبکستان_پخپلو_کې_سره_تجارتي_ملګرتیاوې_پراخوي
د وئيلو ده چې په تیر کال کې د پاکستان او ازبکستان د تجارت اندازه څه دپاسه یو سل یو اتیا میلیون ډالري وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 01:15 Asia/Kabul
  • پاکستان  او ازبکستان پخپلو کې  سره تجارتي ملګرتیاوې پراخوي

د وئيلو ده چې په تیر کال کې د پاکستان او ازبکستان د تجارت اندازه څه دپاسه یو سل یو اتیا میلیون ډالري وه.

د پاکستان او ازبکستان چارواکو د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت ددوه اړخیز تجارت داندازې دزیاتولو او د پانګونې د پراختیا لپاره یوه موافقه سره لاسلیک کړه.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،د ازبکستان د بهرني تجارت او د پانګونې د چارو وزیر جمشید خوجایوف چې په رسمي سفر پاکستان ته په سفر تللی،د پاکستان د تجارت او پانګونې د چارو له وزیر سید نوید قمر سره ئې لیده کاته او د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا دلارو چارو په باب خبرې اترې کړي دي .

دواړو لورو د ترجیحي تجارت موافقه هم لاسلیک کړه  چې دغه موافقه به د ۲۰۲۳کال د فرورۍ له لومړۍ اجرائي شي. د پاکستان دتجارتي چارو زویر سید نوید قمر  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په دغې کتنې کې موافقه وشوه څو د افغانستان له لارې د ټرانزیټي تجارت لپاره یوه ګډه سټراټژي رامینځةکړي.د وئيلو ده چې په تیر کال کې د پاکستان او ازبکستان د تجارت اندازه څه دپاسه یو سل یو اتیا میلیون ډالري وه.