په مکران سواحلوکې دپاکستان او ترکیې ګډه سمندري مانوره شوې
پاکستان له ترکې سره نزدې اړیکې لري او دواړه لوري په سیاسی ، پوځي او امنیتی او دغه راز سمندري حوزو کې سره ښې ملګرتیاوې لري. اسلام اباد او انقره دسیمې اونړۍ د بدلونونو په زمینې کې هم سره غږمله دریځونه لري.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان د سمندري ځواک دعمومی اړیکو ادارې پرون وئیلي دي ،دترکیې دسمندري ځواک کشتۍ د هغه څه په موخې سره چې د سیمه ایزې سولې او امنیت د ساتلولپاره مشارکت بلل شوی دی، د مکران سمندر په شمالي سیمو کې ئې د پاکستان له سمندري ځواک سره په ګډې مانورې کې ګډون وکړ.
ددغه راپور په اساس،د ترکیې د سمندري ځواک دکشتۍ عملې دپآکستان دسواحلو په څو ورځنیو کتنو کې د کوربه هیواد له سمندري ځواک سره د ؛ټور ګوترس ؛ په نامې سره په ګډې سمندري مانورې کې ګډون وکړ.
ددغې ګډې سمندري مانورې هدف دجنګي او سمندري برخو، ،ددواړو هیوادونو ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ پياوړتیا او په سمندر کې د کرارې او باثباته فضا څخه د ډاډمنیدا لپاره هڅه او هم د سیمه ایزې سولې اوثبات ساتل اعلان شوي دي.
د ترکیې د سمندری ځواک غړو د پآکستان دسمندري ځواک له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته هم کړي او ددغې مانورې دترسره کیدا په بهیر کې ئې د خپل مینځیو پوځي ملګرتیاؤ د پراختیا لارې چارې هم ارزولی دي.