پاکستان د افغانستان له طالب حکومت سره تعامل لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125522-پاکستان_د_افغانستان_له_طالب_حکومت_سره_تعامل_لري
د افغانستان  د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر امیر خان متقي په همداوروستیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ  دشخړو اونښتو په غبرګون کې وئيلي دي ،د ډيورنډ کرښې  په باب پوله ایز تاؤتریخوالي دهیچا په ګټه نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 01:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان له طالب حکومت سره تعامل لري

د افغانستان  د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر امیر خان متقي په همداوروستیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ  دشخړو اونښتو په غبرګون کې وئيلي دي ،د ډيورنډ کرښې  په باب پوله ایز تاؤتریخوالي دهیچا په ګټه نه دي.

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان تریمنځ سرحدي شخړې  هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان  د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر امیر خان متقي په همداوروستیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ  دشخړو اونښتو په غبرګون کې وئيلي دي ،د ډيورنډ کرښې  په باب پوله ایز تاؤتریخوالي دهیچا په ګټه نه دي.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ، د پآکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن  ممتاز زهرا بلوچ پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، اسلام اباددپولو د ښه مدیریّت، دډيپلوماټانو د امنیت د لوړتیا  او د ترهه ګرۍ د پيزواني  کولو پشمول په ټولو مسئلو کې د طالبانو له موقته حکومت سره  تعامل لري.میرمن زهرا بلوچ  زیاته کړې ،افغانستان ددغو موضوعګانو په باب مشخص تضمینونه ورکړي دي  او هیله مند یوو په ورکړل شوو ژمنو  عمل وشي.

 دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  همداراز ووئيل، اسلام اباد تل  په افغانستان  کې د سولې ،ثبات او هوساینې د ټينګیدا لپاره  هڅه کوي.