دپاکستان په پیښور کې د۲۲افغانانو پشمول ۸۰شکمن کسان نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12556-دپاکستان_په_پیښور_کې_د۲۲افغانانو_پشمول_۸۰شکمن_کسان_نیول_شوی_دی
ډان خبری چینل راپورورکړی دپاکستان پوځی سرچینو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، د دغه هیواد دترهه ګرۍ په ضد په پراخو عملیاتو کې په پیښور کې دیوشمیر ا فغانانو پشمول اتیا شکمن کسان نیول شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2016 10:18 Asia/Kabul
  • دپاکستان په پیښور کې د۲۲افغانانو پشمول ۸۰شکمن کسان نیول شوی دی

ډان خبری چینل راپورورکړی دپاکستان پوځی سرچینو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، د دغه هیواد دترهه ګرۍ په ضد په پراخو عملیاتو کې په پیښور کې دیوشمیر ا فغانانو پشمول اتیا شکمن کسان نیول شوی دی .

دپاکستان دپوځ په دغې اعلامیې کې ویل شوی دی ، په پیښور ښار کې په بیلابیلو برخو کې په دغو عملیاتو کې دترهه ګرو له پټنځایونو زیات شمیر وسلې چاودیدونکی توکی او نور مهمات هم کشف اوضبط کړائ شوی دی

ترهه ګری او او وسله والې غړیدلی ډلې دپآکستان یوه خورامهمه ستونزه ده .

دغه راز په دغه هیواد کې په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګرو خپلو سپیرو اقداماتو ته هماغه راز دوام لری . او ویل کیږی چې په کراچئ کې یو ځل بیا په ټارګټ کلینګ کې یوشمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . داهم ویل شوی دی چې دپاکستان په بندونو کې په زرګونو ترهه ګر بندیان دی خو دپوځی محکمو له خوا داسې ډیر کمو کسانو ته پانسی ورکړل شوې ده چې زیاتره ئې په غلو ،دړکو او شخصی دښمنیانو کې پّ وژلو تورن دی او ستر او جنایتکار ترهه ګر هماغه راز په بندونو کې دی او دهغوی په ضد هیڅ ډ ول فیصلې نه کیږی .