پاکستان له ایران سره په پولې کې نوی سرحدی لارې جوړوی
دپآکستان دتجارتی چارو وزیر غلام دستګیر خان دایران له پولې سره نزدې دتفتان مرجاوې د سترې لارې دکتو په وخت پخپلو څرګندونو کې د دوا ړو هیوادنو ترمینځ دنوو سرحدی سترو لارو دجوړیدو خبر ورکړ او دغه راز ئې ټینګار وکړ ، ددغو نوو سترو لارو جوړیدا به د دوه اړخیز تجارت پراختیا په ځان پسې ولری او دواړه ګاونډی او دوست هیوادونه به دیوه بل په مهم تجارتی شریک بدل کړی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دستګیر صیب همداراز ویلی دی ، ایران ته دپاکستان دکرهڼیزو محصولاتو دصادراتو زیاتیدا به دنوو لارو درامینځةکیدا آثار وی . دایران او پاکستان ترمینځ د نوو سرحدی لارو جوړیدا دتجارتی مناسباتو دپیاوړتیا او دغیر قانونی او قاچاقی تجارت دمخینوی او د دهغوی په ځای دقانونی تجارت دفعالولو په موخې سره ترسره کیږی چې په دې چارې د دواړو هیوادونو لوړپوړی چارواکی تل ټینګار کوی
همداراز ویل کیږی ایران او پاکستان پر نورو مو افقو سربیره په اونۍ کې دکویټه او زاهدان ترمینځ د شیانو دوړو ر اوړو دریل ګاډی د شروع کیدا په باب هم موافقه شوې ده .