ټي ټي پي پاکستان لوړپوړي چارواکي په مرګ وګواښل
وروستي خبرونه ښئ چې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... چې له اورپکو او ترهه ګرو ډلو ټپلو سره په نزدو اړیکو هم تورن دی ،په یوه شاتګ کې وئيلي دي ،هڅه کوي ،تحریک طالبان د خبرواترو میز ته وکاږي.
تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي په پاکستان کې یوه هغه ترهه ګره او وسلواله افراطي ډله ده چې داسلام اباد له حکومتی او ولس سره لاس اوګریوان ده او ددغه هیواد د حکومتي تاسیساتو او مامورانو او دغه راز د ولسی عمومی ځایونو په ضد وخت په وخت ترهه ګرو اقداماتو باندې لاس پورې کوي او په دغه هیواد کې غیر قانوني اعلان شوې ده،البته په همدا وروستیو کې ئې خپل نوی جوړښت اعلان کړی دی چې ښئ د پآکستان دپوځ او سیاسی حکومت او ولس لپاره ئې یولړ مشکلات او ترینګلتیاوې رامینځة کړي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، تحریک طالبان پاکستان پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف او د خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري پشمول درست لوړپوړي چارواکي په وژلو ګواښلي دي.
دټي ټي پي په دغې اعلامیې کې شهباز شریف اوبلاؤل بوټوزرداري ته خبر داری ورکړل شوي چې که له ټي ټي پي سره د مقابلې لپاره له خپلو دریځونو شاتګ ونه کړي ،نو د دوي له پراخو حملو سره به مخ شي.
په راپور کې وئيل شوي دي د تحریک طالبان پاکستان ویندوي محمد خراساني په دغې اعلامیې کې دده هیواد حکومت په غچ اخستونکو عملیاتو ګواښلی او ددغه هیواد مذهبی مشران ئې هم د ټي ټي پي ضده جبهې کې له دریدا منع کړي دي.
وروستی راپورونه ښئ چې دپآکستان د کورنیو چارو وزیر پشمول ځينو لوړپوړو چارواکو څو ورځې مخکې ټي ټي پي او دافغانستان طالبانو حکومت په پاکونکو عملیاتو ګواښلي وو،خو وروستي خبرونه ښئ چې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... چې له اورپکو او ترهه ګرو ډلو ټپلو سره په نزدو اړیکو هم تورن دی ،په یوه شاتګ کې وئيلي دي ،هڅه کوي ،تحریک طالبان د خبرواترو میز ته وکاږي.