تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند ته تیار دي
په همداوروستیو کې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... ګواښ کړی ؤ چې نور به له ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او دغه ترهه ګرې ډلې ته به نور د فعالیتونو او ورانکاریو اجازت ورنکړي
د پاکستان ډان انټرنیټي سایټ راپور ورکړ د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ددغه هیواد له حکومت سره خبرواترو او اور بند ته تیار شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... ګواښ کړی ؤ چې نور به له ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او دغه ترهه ګرې ډلې ته به نور د فعالیتونو او ورانکاریو اجازت ورنکړي او دغه راز دې د افغانستان طالبان هم دټي ټي پي په ضد چې په افغانستان کې مرکزونه لري ،سخت اقدامات وکړي.
په عین حال کې د پاکستان دامنیتی مطالعاتو او څيړنو دمرکز دراپور په اساس د ۲۰۲۲کال دسمبر میاشت ، په تیرې لسیزې کې د پاکستانیو پوځیانو لپاره ترټولو مرګوني میاشت وه.
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راک، د پاکستان ډان نیوز خبری سایټ راپور ورکړی، د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې مشر نور ولی محسود په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، مونږ له پاکستان سره د افغانستان د طالبانو په مینځګړیتوب سره بیرته خبرواترو او اوربند ته تیار یوو.
دغه اعلامیه ددې ښودنه کوي ، چې د ټي ټي پي مشران د اور بند دموافقې لپاره ددیني عالمانو څخه په هدایتونې پسې دي.