تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند ته تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125932-تحریک_طالبان_پاکستان_له_حکومت_سره_اوربند_ته_تیار_دي
په همداوروستیو کې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... ګواښ کړی ؤ چې نور به  له ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او  دغه ترهه ګرې ډلې ته به نور د فعالیتونو او ورانکاریو اجازت ورنکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند ته تیار دي

په همداوروستیو کې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... ګواښ کړی ؤ چې نور به  له ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او  دغه ترهه ګرې ډلې ته به نور د فعالیتونو او ورانکاریو اجازت ورنکړي

د پاکستان ډان انټرنیټي سایټ  راپور ورکړ د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ددغه هیواد له حکومت سره خبرواترو او اور بند ته تیار شوی دی.

 داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناءا... ګواښ کړی ؤ چې نور به  له ټي ټي پي سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او  دغه ترهه ګرې ډلې ته به نور د فعالیتونو او ورانکاریو اجازت ورنکړي او دغه راز دې د افغانستان طالبان هم  دټي ټي پي په ضد چې په افغانستان کې مرکزونه لري ،سخت اقدامات وکړي.

په عین حال کې د پاکستان دامنیتی مطالعاتو او څيړنو  دمرکز دراپور په اساس د ۲۰۲۲کال دسمبر میاشت ، په تیرې لسیزې کې  د پاکستانیو پوځیانو لپاره ترټولو مرګوني میاشت وه.

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راک، د پاکستان ډان نیوز خبری سایټ راپور ورکړی، د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  ترهه ګرې ډلې مشر نور ولی محسود په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، مونږ له پاکستان سره د افغانستان د طالبانو په مینځګړیتوب سره  بیرته خبرواترو او اوربند ته تیار یوو.

دغه اعلامیه ددې ښودنه کوي ، چې د ټي ټي پي مشران  د اور بند دموافقې لپاره ددیني عالمانو څخه  په هدایتونې پسې دي.