له افغانستانه په ۲۰۲۲کال کې پر پاکستان دیارلس حملې شوي دي
د پاکستان رسندویو وئيلی دي، د افغانستان له خاورې په شوو حملو کې ۳۴کسان وژل شوي او ۵۲نور ټپیان شوي دي.
د نورو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو دګواښلو یا ورباندې دحملې کولو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې مخنیوی ، د طالبانو دنوي موقته حکومت یوه لومړنۍ ژمنه وه،خو ددغې ډلې موقته حکومت تر دې دمه ددغې ژمنې په پوره کیدا کې بریالئ شوې نه ده،ځکه چې د افغانستان زیاتره ګاونډي هیوادونه ددغه هیواد له داخله د ترسره شوو حملو څخه په آمان کې نه دی.
زمونږ خبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان د سولې دمطالعاتو او څيړنو موسیسې پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ۲۰۲۲کال کې په دغه هیواد له بهره دشوو حملو شمیر پنځلس موردونه اعلان کړي او وئيلي ئې دي ،په دغو حملو کې دیارلس حملې له افغانستانه شوي دي.
د پاکستان رسندویو وئيلی دي، د افغانستان له خاورې په شوو حملو کې ۳۴کسان وژل شوي او ۵۲نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو او څيړنو موسیسې په دغې اعلامیې کې چې د خپل امنیتی وضعیّت په باب ئې خپره کړې،په دوهم کال کې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو حملو د شمیر زیاتیدا ته په اشارې سره وئيلي دي ،په تیر کال کې په پاکستان کې ټول ټال دوه سوه دوه شپیته ترهه ګرې حملې شوي دي چې له امله ئې کابو څلورسوه شل کسان وژل شوي او کابو اوه نیم سوه نور ټپیان شوي دي. داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي وائي په پاکستان کې کیدونکي زیاتره حملې په افغانستان کې پلانیږی.