د پاکستان تکړه سیاستوال او ایډوکیټ لطیف اپریدي ووژل شو
خدای بخښلی لطیف اپریدي د ولسی جرګې غړی او دغه راز د سپریم کورټ د وکیلانو دټولنې مشر هم پاتې شوی دی.
زمونږخبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،خبری سرچینو په یوه فوري خبر کې ووئيل، د پاکستان یو تکړه پښتون سیاستوال او د سترې محکمې منل شوی قانون پوه لطیف اپریدي نن سهار د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د هائي کورټ د وکیلانو په دفتر کې د یوه وسلوال په ډزو سخت ټپي شو چې روغتون له منتقلولو وروسته ئې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
د پولیسو د خبرتیا په اساس خدای بخښلی اپریدي صیب د سترې محکمې یو غوره وکیل ؤ او په دغو ډ زو کې د هغه پر بدن شپږ ګولۍ لګیدلي او د اهم وئيل شوي چې یرغلګر نیول شوی دی . البته د خبر ترمخابیره کیداپورې ددغې پيښې دعلت په باب څه نه دي وئيلي شوي خو ځيني سرچینې وائي چې دغه پيښه دشخصي دښمنۍ له امله رامینځةشوې ده.
باید ووئيل شي چې خدای بخښلی لطیف اپریدي د ولسی جرګې غړی او دغه راز د سپریم کورټ د وکیلانو دټولنې مشر هم پاتې شوی دی.