د ایران او پاکستان د تجارت د پراختیا موافقه لاسلیک شوه
د پاکستان په کراچئ کې پرون سهار د ایران تولیداتو په عنوان سره دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی نندارتون پرانستل شو چې تر چارشنبې ورځې پورې به دوام ومومي .
د ایران او پاکستان د تجارت د پراختیا د ادارو مسئولانو د متقابل تجارت په لاره کې د خنډونو دلیرې کولو،د تجارتي تعاملاتو د آسانولو او دګډ تجارت دانازې دزیاتولو په موخې سره دملګرتیا تفاهمنامه لاسلیک کړه .
د ایران او پاکستان اړیکې اوږده مخینه لري او په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د تهران او اسلام اباد اړیکې لازیاتې مخ په وده شوي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د ایران او پاکستان دتجارت دپراختیا ادارې د ملګرتیا د موافقې د لاسلیک کولو دستورې پرون په کراچۍ کې د ایران دځانګړي نندارتونو دلومړنۍ ورځې په څنډې کې او د سند صوبې د اعلی وزیر سید مراد علی شان په شتون سره ترسره شوې.
د ایران د تجارت د پراختیا ادارې مشر علیرضا پیمان پاک او د پاکستان دتجارت دادارې مشر زبیر موتي والا ددواړو هیوادونو د لوړپوړو مسئولانو په شتون کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تفاهم لیک یاددښت لاسلیک کړ.
د پاکستان په کراچئ کې پرون سهار د ایران تولیداتو په عنوان سره دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی نندارتون پرانستل شو چې تر چارشنبې ورځې پورې به دوام ومومي .
په دغه نندارتونو کې په مختلفو صنعتي او تجارتي خدماتو په حوزو کې د ایران دمختلفو ولایتونو کابو پنځوس شرکتونه برخه اخلي چې په هغو کې د پلاسټيکي موادو ، اوپلیمبری، خوراکي صنائعو، فولادو او مس د صنعت ، دبریښنا کوټونو او ټرباینونو دجوړولو دخدماتو ، او دغه راز د ودانیو دصصنعت او د کپړو اونساجي آلاتو دمشینونو برخې پکې شاملې دي.
د سند اعلی وزیر سید مراد علی شاه دایران د دغه ځانګړي نندارتون دسټالونو د لیدو په وخت د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمینځ دتجارتي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د پاکستان په تیره بیا دسند صوبې د حکومت او خصوصي برخې پر هوډ ټینګاروکړ.
هغه د کراچۍ په نندارتونو کې د حاضرو ایران د تجارتي برخې د لوړپوړي پلاوي او دایرانیو شرکتونو دشتون په هرکلي سره ووئیل، د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د تجارتي او ولسی ارتباطاتو په حوزو کې د اړیکو پراختیا تل د پاکستان دو لس په زړه پورې غوښته او ددغه هیواد د حکومتي مسئولانو د پياوړي هوډ یوه برخه ده .
د ایران دتجارت دپراختیا د ادارې مشر علیرضا پيمان پاک هم په دغو دستورو کې ووئیل، د نن ورځې دغه دستورې،د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په باب د اقتصادي فعالانو او تاجرانو لپاره د آسانتیاؤ د برابرولو او دتجارت په لاره کې د خنډونو دلیریکولو لپاره ددواړو هیوادون ود کلکهوډ او ارادې ښودنه ګڼل کیږي.