د ایران او پاکستان د تجارت د پراختیا موافقه لاسلیک شوه
(last modified Tue, 17 Jan 2023 01:53:05 GMT )
Jan 17, 2023 06:23 Asia/Kabul
  •  د ایران او پاکستان د تجارت د پراختیا موافقه لاسلیک شوه

د پاکستان په کراچئ کې پرون سهار د ایران تولیداتو  په عنوان سره  دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی نندارتون پرانستل شو چې تر  چارشنبې ورځې پورې به دوام ومومي .

د ایران او پاکستان د  تجارت د پراختیا د  ادارو  مسئولانو د متقابل تجارت په لاره کې د خنډونو دلیرې کولو،د تجارتي تعاملاتو د آسانولو او دګډ تجارت دانازې دزیاتولو په موخې سره دملګرتیا تفاهمنامه لاسلیک کړه .

د ایران او پاکستان اړیکې  اوږده مخینه لري او په وروستیو کلونو کې په مختلفو   برخو کې د تهران او اسلام اباد اړیکې  لازیاتې مخ په وده شوي دي.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړی،د ایران او پاکستان دتجارت دپراختیا  ادارې  د ملګرتیا د موافقې د لاسلیک  کولو دستورې پرون  په کراچۍ کې د ایران  دځانګړي نندارتونو  دلومړنۍ ورځې په څنډې کې او د  سند صوبې د اعلی وزیر سید مراد علی شان په شتون سره ترسره شوې.

د ایران د تجارت د پراختیا  ادارې  مشر علیرضا پیمان پاک  او د پاکستان دتجارت دادارې  مشر زبیر موتي والا  ددواړو هیوادونو د لوړپوړو مسئولانو په شتون کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د  تفاهم لیک یاددښت لاسلیک  کړ.

د پاکستان په کراچئ کې پرون سهار د ایران تولیداتو  په عنوان سره  دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی نندارتون پرانستل شو چې تر  چارشنبې ورځې پورې به دوام ومومي .

 په دغه نندارتونو کې په مختلفو صنعتي  او تجارتي خدماتو په حوزو کې د ایران دمختلفو  ولایتونو  کابو پنځوس شرکتونه برخه اخلي چې په هغو کې د پلاسټيکي موادو ، اوپلیمبری، خوراکي صنائعو، فولادو او مس د صنعت ، دبریښنا کوټونو او ټرباینونو دجوړولو دخدماتو ، او دغه راز د ودانیو  دصصنعت او د کپړو  اونساجي  آلاتو دمشینونو برخې پکې شاملې دي.

د سند اعلی وزیر  سید مراد علی شاه  دایران د دغه ځانګړي نندارتون دسټالونو د لیدو په وخت د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمینځ  دتجارتي او اقتصادي  ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د پاکستان په تیره بیا دسند صوبې د حکومت او  خصوصي برخې پر هوډ ټینګاروکړ.

 هغه د کراچۍ په نندارتونو کې د حاضرو ایران د تجارتي برخې د لوړپوړي پلاوي  او دایرانیو شرکتونو دشتون په هرکلي سره  ووئیل، د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا  د تجارتي  او ولسی ارتباطاتو په حوزو کې د اړیکو پراختیا تل د  پاکستان دو لس  په زړه پورې غوښته او ددغه هیواد د حکومتي مسئولانو د پياوړي هوډ یوه برخه ده .

د ایران دتجارت  دپراختیا د ادارې مشر علیرضا پيمان پاک هم په دغو دستورو کې  ووئیل،  د نن ورځې دغه دستورې،د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په باب د اقتصادي فعالانو  او تاجرانو لپاره د آسانتیاؤ د برابرولو او دتجارت په لاره کې د خنډونو دلیریکولو لپاره  ددواړو هیوادون ود کلکهوډ او ارادې ښودنه ګڼل کیږي.