پاکستانی پوځیان د افغانستان په ختیځ کښې دیره شوی دی
د افغانستان د ختیځ ولایت کنړ ځایی چارواکو د خپل هیواد خاورې ته د پاکستانی پوځیانو د ننوتو خبر ورکړ.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې د کنړ ولایت د پولیسو قومندان عبدالحبیب سیدخیلی د دې خبر په تائیدولو سره اعلان وکړ: پاکستانی پوځیان د دې ولایت په سرکاڼو او مروره ولسوالیو کښې دپوسټو په جوړولو سره هلته دیره شوی دی.
سید خیلی ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د پاکستان په ځینو سرحدی سیمو کښې د پاکستانی پوځیانو د پوسټو شتون د نړیوالو قوانینو خلاف دی.
د کنړ ولایت ځائی چارواکو هم د دې خبر په غبرګون کښې څرګنده کړه: پاکستانی پوځیان د افغانستان په خاوره کښې ځنګلونه او شنې سیمې خرابوی او په سرکاڼو او مروره ولسوالیو کښې یې د اوبو څو چینې هم نیولې دی.
دا خبر په داسې حال کښې خپور شوی چې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا په دې وروستیو کښې ویلی وو چې اسلام آباد د انګور اډه سرحدی سیمې تاسیسات او د هغوی مدیریت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا او ښه کیدا لپاره افغان چارواکو ته سپارلی دی.