روسیه هېواد پاکستان ته د خامو تیلو صادرات پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126578-روسیه_هېواد_پاکستان_ته_د_خامو_تیلو_صادرات_پیلوي
روسیه هېواد پاکستان ته د خامو تیلو صادرات پیلوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 13:23 Asia/Kabul
  • روسیه هېواد پاکستان ته د خامو تیلو صادرات پیلوي

روسیه هېواد پاکستان ته د خامو تیلو صادرات پیلوي

د روسیې انرژۍ وزیر نیکولای شولګینوف وايي، هېواد یې له مارچ میاشتې وروسته پاکستان ته د خامو تېلو صادرات پيلوي.

نوموړي زیاته کړې، له پاکستان سره د خامو تېلو او پټرولیمي محصولاتو د رسولو تړون به د مارچ تر پایه بشپړ شي چې د ټرانسپورټ، بیمې او د خام تیلو او پټرولیم محصولاتو حجم په اړه جزئیات به په تړون کې مشخص شي.

شولګینوف ویلي، اسلام اباد به د دې هوکړې له مخې د تېلو په مقابل کې به د دوستو هېوادونو اسعار مسکو ته ورکوي.