په پاکستان کې افغان کډوالو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126664-په_پاکستان_کې_افغان_کډوالو_په_افغانستان_کې_د_انجونو_د_زده_کړې_په_ممانعت_باندې_په_اعتراض_کې_مظاهره_کړې
مظاهره چیانو همداراز پر نړیوالو او ملګروملتو غږ کړی چې د انجونو دزده  کړې او دمیرمنو د کار د محدودیّتونو دختمولو لپاره دې په افغانستان کې پر طالب حکومت دباؤنه واچوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2023 03:05 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې افغان کډوالو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې

مظاهره چیانو همداراز پر نړیوالو او ملګروملتو غږ کړی چې د انجونو دزده  کړې او دمیرمنو د کار د محدودیّتونو دختمولو لپاره دې په افغانستان کې پر طالب حکومت دباؤنه واچوي.

جمهور خبری آژانس راپور ورکړی،  په پاکستان کې د افغانستان پناه غواړو په سلګونو ښځو او سړیو  په افغانستان کې د طالبانو له خوا  په پوهنتونونو او ښونځيو کې د انجونو د زده کړې په ممانعت باندې په اعتراض کې  مظاهرو ته مخه کړې ده.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،پرون په اسلام اباد کې  په سلګونو افغان کډوال چې زیاتره ئې میرمنې وې ،واټونو ته ووتل او په مظاهرې کولو سره ئې  په افغانستان کې د انجونو دزده کړو د دوام او د انجونو دښونځيو دبشپړ پرانیستې غوښته کوله .

مظاهره چیانو همداراز پر نړیوالو او ملګروملتو غږ کړی چې د انجونو دزده  کړې او دمیرمنو د کار د محدودیّتونو دختمولو لپاره دې په افغانستان کې پر طالب حکومت دباؤنه واچوي.

په دې زمینې کې  د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  په دا وروستیو کې  دافغان انجونو دزده کړې په ممنوعیّت د نړیوالې ټولنې داندیښنې په غبرګون کې ژمنه کړې ، چې د زمینې په برابریدا سره  به په افغانستان کې دانجونو دزده کړو مشکلات حل شي،نو تر دې دمه  داسې کومه نښه نښانه نه ده رابرسیره شوې  او په افغانستان او نړۍ کې په دې اړه اندیښنې لاپسې په زیاتیدا دي .