د افغانستان موضوع یوازې په خبرواترو حل کیدلی شي
د افغانستان په چارو کې د روسیې دولسمشر ځانګړي استازي په کابل کې د طا لبانوله مشرانو سره له کتنې وروسته ئې په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړل.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،ضمیر کابلوف چې تیره اونۍ ئې په کابل کې د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت له لوړپوړو مشرانو سره لیدۀکاتۀ کړي وو، اسلام اباد ته په سفر کې ئې له خپل پاکستاني همڅنګ سره هم ولیدل. دواړو لورو له افغانستان سره داړونده بدلونونو او دددغه هیواد مسئلو له حل سره دمرستې لباره د څو اړخیزو ملګرتیاؤ به باب بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپل روسي همڅنګ سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ووئيل،اسلام اباد او ماسکو په سیمې کې د وروستیو بدلونونو د او لاښه راتلونکي لپاره دملګرتیاؤ په باب مشورې کړي دي.
تیره اونۍ په کابل کې له ضمیر کابلوف سره په کتنې کې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وئیلی ، مونږ په ماسکو کې دخپل ډيپلوماټيک شتون زیاتیدا او پراختیا سره لیوالتیا لرو
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي هم په دغو لیدوکاتو کې ټينګار کړی ،روسیه په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات غوښته کوي او نه غواړي،د لویدیځي هیوادونو په څير د دوي په داخلی چارو کې ګوتې ووهي او له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د جلا کیدا مخالف یوو.
د افغانستان د حالاتو په باب د اسلام اباد ډيپلومايټک خوځښتونه او دتهران او ماسکو پشمول دسیمې له مهمو لوبغاړو سره همفکري په داسې حال کې ده چې دافغانستان اوپاکستان سرحدي تاؤتریخوالي په تیره بیا له ترهه ګرو ډلو ټپلو سره دجنګ او د افغانستان له خاورې په پاکستان د حملې لپاره د ترهه ګرو د استفادې په باب ددغه هیواد ادعا ګانو د دوو ګاونډیو هیوادونو اړیکې سره ترینګلي کړي دي .