ښائی پاکستان په افغانستان کښې خپلې پراختیائی طرحې بندې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12682-ښائی_پاکستان_په_افغانستان_کښې_خپلې_پراختیائی_طرحې_بندې_کړی
پاکستان په افغانستان کښې د خپلو اتباعو لپاره د یولړ ستونزو د رامینځته کیدو په وجه په دغه هیواد کښې د خپلو پراختیائی طرحو د اجرا د بندیدو د احتمال خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2016 11:01 Asia/Kabul
  • ښائی پاکستان په افغانستان کښې خپلې پراختیائی طرحې بندې کړی

پاکستان په افغانستان کښې د خپلو اتباعو لپاره د یولړ ستونزو د رامینځته کیدو په وجه په دغه هیواد کښې د خپلو پراختیائی طرحو د اجرا د بندیدو د احتمال خبر ورکړ.

پاکستانی رسنیو نن په کابل کښې د پاکستان د سفارت له قوله لیکلی چې د افغانستان حکومت او امنیتی ځواکونه په دغه هیواد کښې د پاکستانی کارکونکو د امنیت تامینولو ته اهمیت نه ورکوی.

د دغه خبر له مخې یو پاکستانی انجنئیر چې د دغه هیواد په مالی ملاتړ سره د افغانستان په لوګر ولایت کښې د یو روغتون په پروژه کار کوی،پرون د څو ساعتونو لپاره ونیوی شو.

د ویلو ده چې تیره اونۍ د طالبانو د مشر د وژل کیدو په شمول د مختلفو موضوعاتو په سر د اسلام آباد او کابل د اړیکو لانجمنیدو ته په پام سره دا ډول اقدامات د دواړو هیوادونو د اختلافاتو د جدی والی او اندیښمنونکی والی بیانونکی دی.