د پاکستان لپاره یوه بنیادي اقتصادي طرحه برابروم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126900-د_پاکستان_لپاره_یوه_بنیادي_اقتصادي_طرحه_برابروم
د پاکستان پخواني وزیراعظم وايي چې د دغه هیواد لپاره د یوې بنیادي اقتصادي طرحې په تیارولو لګیا دی
(last modified 2023-01-26T23:47:45+00:00 )
Jan 27, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان لپاره یوه بنیادي اقتصادي طرحه برابروم

د پاکستان پخواني وزیراعظم وايي چې د دغه هیواد لپاره د یوې بنیادي اقتصادي طرحې په تیارولو لګیا دی

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پرون په دې خبرې سره چې د هیواد په راتلونکي انتخاباتو کښې به بریالی شي، وویل: د پاکستان د اقتصاد د پياوړتیا لپاره د یو بنیادي پلان په تیارولو بوخت یم.

عمران خان زیاته کړه: که یوځل بیا وزیراعظم شوم نو ډیر فرصت به ونه لرم او له دې پرته به بله چاره نه وي چې د پیسو له نړیوالو صندوق سره ملګرتیا وکړو.

د پاکستان تیر وزیراعظم دې ټکي ته په اشارې سره چې د هیواد اسعاري زیرمې د یوې میاشتې د وارداتو لپاره هم پوره نه دي، زیاته کړه: اوسنې حکومت د نړیوال صندوق سپارښتنو ته پام نه کوي.