پاکستان تراوسه د ګازو نل لیکه نه ده بشپړه کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان او د ایران د ګازو د پایپ لاین د تړون په هکله په خپلو ژمنو باندې په عمل کولو کښې د پاکستان د اته کلن ځنډ په خاطر د اتلس میلیارډه ډالره ګرمې غوښتنه کړي ده.
په پاکستان کښې د ګازو او د پیټرولو له ډیر کمښت سره سره پاکستان ته د ګازو د انتقال د تر ټولو مهمې نل لیکې په توګه له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه په اسلام اباد باندې د امریکا په شمول د خارجي هیوادونو د دباو په وجه هماغه راز نه ده محققه شوي.
له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال د نل لیکې د تړون د اجرا الټي میټم دوه زره څوارلسم(۲۰۱۴) میلادي کال و.
ایران د دغه الټي میټم له رسیدا ډیر مخکې د کابو دوه میلیارډه ډالرو په لګولو سره په خپلې ژمنې عمل وکړ او له پاکستان سره تر ګډ سرحد پورې یې د ګازو د انتقال پایپ لاین جوړ کړ.
له تړون سره سم پاکستان د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې د ځنډ کولو په دلیل جرمانې ورکولو ته ژمن دی خو د ایران اسلامي جمهوریت د ښه ګاونډیتوب پراساس تراوسه له پاکستان څخه جرمانه نه ده اخیستي.
د پاکستان نیوز ورځپاڼې په تیرې سې شنبې ورځ د انرژۍ وزارت د یوه رسمي چارواکي په قول وویل څه وخت مخکې ایران ته د پاکستان د یوه رسمي پلاوي د سفر په وخت د ایران حکومت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران پرضد د امریکا بایکاټونه کاملا غیر قانوني دي او په رسمي ډول له ایران سره د نورو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاو او د تړونونو د مخه د نیول کیدا بنسټ نشي کیدلای د پاکستان له پلاوي وغوښتل شو چې له ایران سره د ګازو په تړون کښې د خپلو ژمنو پراساس د دوه زره څلرویشتم میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې په خپله خاوره کښې د ګازو پایپ لاین جوړ کړي یا په تړون کښې د لیکل شویو مادو پراساس د ژمنو د اجرا د ځنډ د جرمانې په توګه د اتلس میلیارډه ډالره جرمانې ورکولو ته ځان تیار کړي.
نیوز ورځپاڼې دې ته په اشارې سره د تړون پراساس پاکستان د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه ایران ته د جرمانې د ورکولو ته ژمن دی ولیکل که چیرې ایران وغواړي دغه موضوع محکمې ته یوسي نو پاکستان به د اتلس میلیارډه ډالرو ورکولو ته مجبوره وي.