د پاکستان د پیښور خلکو د سولې لپاره مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې ښاریزو او د ملي ټولنې غړیو پرون د دوهمې ورځې لپاره د پیښور په واټونو کښې مظاهرې او لاریونونه وکړل او په سیمه کښې یې د سولې د ټینګیدا او د پښتنو د ساتنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې په تیرې جمعې ورځې هم خلک په بیلابیلو ښارونو کښې د ترهګرې پرضد د اعتراض لپاره واټونو ته راوتلي وو.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دغه مظاهرې په داسې حال کښې کیږي چې دغه هیواد په تیره بیا خیبر پښتونخوا صوبه او بلوچستان صوبه له تیرو څو کلونو راهسې له سختې ترهګرۍ سره مخامخ دي.
پرون د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د بیلابیلو سیمو خلکو د پیښور د اولسي پاڅون غورځنګ په غوښتنه لاریونونه وکړل او دوې له ځانونو بینرونه ، پلې کارډونه او د سولې بیرغونه وړل.
په مظاهره چیانو کښې ښځې هم شاملې وې او دوې د پښتنو د ټولنې لپاره د سولې او د ساتنې شعارونه ورکول.
دغه لاریونونه د پیښور ښار له بیلابیلو سیمو پیل شول او د پښور پریس کلب مخ ته ورسیدل.
په دغو لاریونونو کښې سیاسي او ټولنیزو فعالانو او د اولسي پاڅون غورځنګ غړیو ګډون وکړ.
د تر ټولو ستر لاریون مشرۍ د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پشتون او د بل لاریون مشرۍ هم د عوامي نیشنل ګوند صوبايي سیکرټر سردار حسین بابک کوله.
د پاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پشتون وویل مونږ نور په خپله خاوره ترهګرۍ نشو زغملی او همدومره کافي ده او مونږ د ترهګرۍ له کبله زرګونو کسان له لاسه ورکړي دي.
هغه وویل مونږ په خپله خاوره امن غواړو او زیاته یې کړه اوس وخت دی چې راویښ شو او په پښتونو یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ پرضد متحد شي.
منظور پشتون وویل زه خوشحاله یم چې د پاکستان د هرې سیمې پښتانه اوس د ترهګرۍ پرضد راپاڅیږي او په هیواد کښې د سولې غوښتنه کوي کوم به چې مثبتې نتیجې ولري.