د پاکستان خلک سبا د انفلاسیون پرضد لاریون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i127674-د_پاکستان_خلک_سبا_د_انفلاسیون_پرضد_لاریون_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند سبا ورځ په انفلاسیون باندې اعتراض لپاره په پراخ لاریون کښې د خلکو د ګډون کولو غوښتنه کړي ده.
(last modified 2023-02-09T10:15:39+00:00 )
Feb 09, 2023 14:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلک سبا د انفلاسیون پرضد لاریون کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند سبا ورځ په انفلاسیون باندې اعتراض لپاره په پراخ لاریون کښې د خلکو د ګډون کولو غوښتنه کړي ده.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند ویاند وویل چې د دغه ګوند د مشر سراج الحق په مشرۍ به ستر اعتراضیه لاریون د پنجاب صوبې له مرکز لاهور څخه پیل شي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند ویاند وویل دغه ستر لاریون سبا په لاهور کښې د داتا مزار مخ ته پیلیږي او لله شاهدره ، مریدکی او کامونکي ښارونو په پلي ډول تلو سره به ګجرانواله ته ورسیږي او سراج الحق به په بیلابیلو سیمو کښې خلکو ته ویناوې وکړي.