پاکستان په اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته د ویزې ورکړه بنده کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو کې د دغه هېواد سفارتخونو او قونسلګریو ته لارښونه کړې چې د افغانستان اتباعو ته دې د ویزې ورکړه وځنډوي.

یاد وزارت د یوه مکتوب پر مټ چې د روان فبرورۍ پر اتمه نېټه صادر شوې او د پاکستان د سما ټلویزیون انګلیسي څانګې پرون خپور کړی، په جرمني، بریتانیې، اسپانیې، فرانسې، سویس، ډنمارک، ناروې، بلجیم، ایټالیې، یونان، اتریس او ایرلنډ کې خپلو سفارتخونو ته ویلي چې تر بلې لارښونې پوري دي افغانانو ته ویزې نه ورکوي.
دا پرېکړه وروسته له هغې ترسره کیږي چې پاکستان د افغانستان ۱۶سوه اتباعو ته د سويډن د استوګنې په جعلي اسنادو، ویزې ورکړې وې.
په داسې حال کې چې د سویډن د استوګنې په جعلي اسنادو د افغانانو ویزې د صادرولو په اړه چې څنګه او څه وخت صادر شویدي، د سما تلويزيون په رپوټ کې څه نه دي ویل شوي، خو بل لوري ته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د څیړنو امر کړی دی.
تر دې د مهاله د تورخم او چمن پولو له لارې افغانانو ته د ویزې ورکړې په اړه څه ندي ویل شوي.