پاکستان کښې د سونګو بیه زیاته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128072-پاکستان_کښې_د_سونګو_بیه_زیاته_شوه
د پاکستان حکومت د پیسو د نړیوالو صندوق IMF د تمهیداتو له مخې په دغه هیواد کښې د سونګو قیمت یوځل بیا زیات کړ
(last modified 2023-02-16T05:18:33+00:00 )
Feb 16, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د سونګو بیه زیاته شوه

د پاکستان حکومت د پیسو د نړیوالو صندوق IMF د تمهیداتو له مخې په دغه هیواد کښې د سونګو قیمت یوځل بیا زیات کړ

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، په داسې حال کښې چې د پيسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۶ میلیارډه ډالرو د پور ورکړه په دغه هیواد کښې د مختلفو مالیاتو یا ټیکسونو په لګولو پورې شرطمنه کړې، د اسلام آباد حکومت د بریښنا او ګیس د بیو له زیاتولو وروسته د پټرولو او ډیزلو قیمتونه هم زیات کړل.

د رپورټ له مخې، په پاکستان کښې د پټرولو قیمت سر له نن(پنجشنبې) څخه په هر لیټر کښې په ۲۲ روپۍ زیاتولي سره، ۲۷۲ روپیو ته ورسید چې د پاکستان په تاریخ کښې بې مخینې بیه ده.

د پاکستان حکومت د ډیزلو بیه هم ۱۷ روپۍ زیاته کړه او د هر لیټر قیمت یې ۲۸۰ روپی وټاکه.

پاکستان د پيسو له نړیوال صندوق څخه د پور د یو میلیارډ ډالري قسط د ترلاسه کولو لپاره د نویو ټیکسونو د لګولو په هکله د دغه ارګان شرطونه منلې دي.