پاکستان کښې د اسعارو د کړکیچ پایلې په زیاتیدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128304-پاکستان_کښې_د_اسعارو_د_کړکیچ_پایلې_په_زیاتیدو_دي
د کوریا شرکتونه د پاکستان د اسعاري زیرمو د کړکیچ د زیاتیدو او د دغه هیواد د وارداتو د کمیدو په وجه له دغه هیواده په وتو دي
(last modified 2023-02-20T23:26:36+00:00 )
Feb 21, 2023 03:53 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د اسعارو د کړکیچ پایلې په زیاتیدو دي

د کوریا شرکتونه د پاکستان د اسعاري زیرمو د کړکیچ د زیاتیدو او د دغه هیواد د وارداتو د کمیدو په وجه له دغه هیواده په وتو دي

پاکستان چې د نړۍ په هیوادونو کښې د اسعاري کړچار له نظره یې ډیره ټیټه درجه ترلاسه کړې، په دې وروستیو میاشتو کښې د اسعارو له سخت کړکیچ سره مخامخ شوی دی. ویل کیږي چې افغانستان ته د ورځې د ۵ میلیون ډالرو قاچاق په پاکستان کښې د اسعارو د کړکیچ لامل شوی دی. دغه کړکیچ د پاکستان په وارداتو هم سخته اغیزه کړې ده.

شفقنا خبري آژانس په پاکستان کښې د کورین پانګه والو له قوله رپورټ ورکړی چې په پاکستان کښې فعال د جنوبي کوریا شرکتونه د وارداتو د محدودیت په نتیجه کښې د ابتدايي موافد د کمي او په ګمرک کښې د کنټینرونو په خلاصي کښې د ځنډ په وجه، د دغه هیواد له بازاره په وتو دي.

د هایونډای، کیا او سامسنګ په شان د جنوبي کوریا ۲۵ ستر شرکتونه په پاکستان کښې فعال دي.

د ویلو ده چې د پاکستان د شرکتونو یوې سترې ډلې هم د اومو موادو او اسعارو د کمي په وجه له څو میاشتو راهیسې خپل کار بند کړی دی.

پاکستان د اسعارو د ستونزې په شمول د خپلو اقتصادي مشکلاتو د هواري په موخه له آيي، ایم، ایف څخه د پور اخیستلو هلې ځلې کوي.