پاکستان له اذربایجان جمهوریته ګاز او تیل اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128368-پاکستان_له_اذربایجان_جمهوریته_ګاز_او_تیل_اخلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د تیلو د اخیستلو لپاره د نوي سرچینې د پیدا کولو لپاره د اذربایجان جمهوریت له چارواکو سره خبرې کوي.
(last modified 2023-02-22T02:43:51+00:00 )
Feb 22, 2023 04:18 Asia/Kabul
  • پاکستان له اذربایجان جمهوریته ګاز او تیل اخلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د تیلو د اخیستلو لپاره د نوي سرچینې د پیدا کولو لپاره د اذربایجان جمهوریت له چارواکو سره خبرې کوي.

د پاکستان د تیلو وزیر د یوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ باکو ته تللی دی چې له اذربایجان جمهوریت څخه د تیلو او د طبیعي مایع ګازو د اخیستلو د پروګرام او په اوږدې مودې کښې د پیسو د بیرته د ورکولو په هکله خبرې وکړي.

د پاکستان د تیلو د چارو سلاکار وزیر سناتور  مصدق ملک د اذربایجان جمهوریت د حکومتي شرکت له چارواکو سره په سلامشورې کښې هره میاشت د ایل این جي ګازو د یوه ستر پيټي د واردولو لپاره د پاکستان اړتیا مطرح کړي ده.

دا اذربایجان جمهوریت ته د پاکستان د دغه چارواکي دوهم سفر دی او اوسنۍ مشورې به تر سبا پورې دوام ولري.

خبرو سرچینو وویل پاکستان هڅه کوي چې اذربایجان جمهوریت په اسلام اباد باندې د تیلو او ګازو خرڅولو او پی په اوږدې مودې کښې د پیسو  ورکولو ته قانع کړي.

پاکستان له تیرو څو کلونو راهسې د ګازو، بریښنا ، د  پیټرولو او ډیزلو له  سخت کمښت سره مخامخ دی او د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره چمتو والی اعلان کړی دی خو د امریکا، بریتانیا او د سعودي عربستان په شان هیوادونه د پاکستان حکومت نه پریږدي چې له ایران څخه انرژۍ تامین کړي.