د افغان ریلی ټرانس کریډور د سیمې لپاره اهمیّت لري
ازبکستان ولسمشر د هغې ریل پټلۍ د جوړولو د چټکیتا او دسړکونو د ارتباطاتو د پراختیا په ضرورت هم ټینګار وکړ،چې مرکزي او جنوبی آسیا د افغانستان له لارې په پاکستان کې له بندرونو سره ګنډي .
د ازبکستان ولسمشر په تاشقند ښار کې د پاکستان د خزانې له وزیر سره به کتنې کې د افغان ریلی ټرانس کریډور دچټکولو پر اهمیّت ټينګار وکړ.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تاشکند کې د پاکستان د خزانې له وزیر اسحاق ډار سره په کتنې کې ددغه کریډور دچټکیتا په اهمیت باندې په ټينګار سره د متقابلو ګټو لپاره د ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا عملی اړخونه،په لومړۍ درجې کې د تجارت، پانګونې او ټرانسپورټ په زمینو کې د پروژو اجرا کیدا ورازوله .
د پاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار هم په دغې کتنې کې د ازبکستان ولسمشر ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تود سلام او نیکې هیلې ورسولې.
همداراز په دغې کتنې کې د تجارت او ټرانزیټ په زمینې کې دلاس لیک شوو تړونونو دعملی اجرا کیدا لپاره خاص پام واړول شو او پر دې سربیره ، د دواړو حکومتونو دخبرواترو دایجنډا په چوکاټ کې په مختلفو اقتصادي او تجارتی زمینو کې د خصوصي پروژو د برمخ بیولو پر اهمیّت ټينګار وشو.
ددغې کتنې په دوام کې د ازبکستان ولسمشر د هغې ریل پټلۍ د جوړولو د چټکیتا او دسړکونو د ارتباطاتو د پراختیا په ضرورت هم ټینګار وکړ،چې مرکزي او جنوبی آسیا د افغانستان له لارې په پاکستان کې له بندرونو سره ګنډي .