په بلوچستان کې په دوو چاودونو کې د کابو شلوکسانو وینه وبهیده
د بلوچستان ایالات د بارکان رخنې سیمې په بازار کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
زمونږخبریال راپور راکړ،د بلوچستان صوبې د بهارکان سیمې په بازار کې نن سهار چاودنه شوې چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د بلوچستان صوبې د ځاي پولیسومسئولان وایي، چاودیدونکې توکې په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې له امله یې پر مرګ ژوبلې سربېره ګڼ شمېر موټرو، موټر سایکلونو او هټیو ته هم زیانونه اړولی دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.
همداراز په یوه بل راپور کې هم ووئیل شول دپاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمې کې هم د پولیسو پر ګاډي په چاودنې کې دوه پولیس وژل ش وي او او څلور نور هم ټپیان شوي دي
داپه داسې حال کې دي چې په دا وروستیو څو کلونو کې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مختلفو سیمو کې چاودنو او ترهه ګرو بریدونو زور اخستی دی چې د زیاترو پيښو پړه هم یا افراطي ترهه ګره ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او یا هم د بلوچستان لیبریشن فرنټ بیلتون غواړي ډلګۍ په غاړه اخستې ده.