طالبانو له پاکستان څخه د پیسو غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128714-طالبانو_له_پاکستان_څخه_د_پیسو_غوښتنه_رد_کړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تحریک طالبان پاکستان ډلې(TTP) د بې وسلې کولو لپاره د پیسو د غوښتلو ادعا رد کړه او هغه یې بې اساسه وبلله.
(last modified 2023-02-28T07:24:43+00:00 )
Feb 28, 2023 11:04 Asia/Kabul
  • طالبانو له پاکستان څخه د پیسو غوښتنه رد کړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تحریک طالبان پاکستان ډلې(TTP) د بې وسلې کولو لپاره د پیسو د غوښتلو ادعا رد کړه او هغه یې بې اساسه وبلله.

اکسپریس ټریبون» ورځپاڼې ادعا کړي وه د طالبانو حکومت کابل ته په سفر کښې د پاکستان له ځینو امنیتي او پوځي چارواکو سره په خبرو کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د بې وسلې کولو او د دغه ډلې د کسانو د بیا هستوګن کولو لپاره د پیسو غوښتنه کړي وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د رسنیو د راپورونو په ردولو سره وویل د افغانستان له خاورې به هیڅ هیواد ته ګواښ ونشي او د طالبانو حکومت د خپل هیواد د امنیت د تامینولو لپاره پیسو ته ضرورت نلري.

ذبیج الله مجاهد وویل هغه شی چې ډیر واضح دی دا دی مونږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد په تیره بیا زمونږ د ګاونډیانو پرضد استعمال شي او مونږ په دې لړ کښې خپل ټول امکانات او وسونه کاروو او انشا الله زمونږ هڅې کفایت کوي او له پاکستان څخه د پیسو غوښتنه حقیقت نلري.