پاکستان کې ځانمرګي برید ۲۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 06, 2023 12:15 Asia/Kabul
د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په موټر، موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
پاکستان کې ځآنمرګي برید ۲۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیسو په موټر، موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
په سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یو موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر لخوا په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې چې د تلفاتو د زیاتوالې ویره هم شته.
د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د درې تنو حالات هم نازک ښودل شوی دی.