د ایران سفارت د پاکستان پر پولیسو ترهګره حمله وغندله
په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پولیسو خلاف شوې ځانمګرې حمله وغندله او د دغه هیواد له حکومت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې د بلوچستان صوبې په سِبّي سیمه کښې د پولیسو په ګاډي باندې د یو ځانمرګي برید له امله ۹ تنه مړه او ۱۳ زخمي شول. د ځینو زخمیانو حالت هم بد ښودل شوی دی.
داعش ترهګرې ډلې د دغې حملې پړه منلې ده.
د ایران پریس د خبر له مخې، اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارتخانې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان پر پولیسو شوې ځانمرګې حمله وغندله او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
په خبرپاڼه کښې لولو چې د ایران سفارت د پاکستان له خلکو او حکومت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له متعال خدایه د دې پیښې د زخمیانو د ښه کیدو دعا کوي.