د افغانستان د طالبانو پلاوی پاکستان ته ورځي
Mar 07, 2023 11:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل چې د سیمې د امنیت او د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په هکله د خبرو اترو لپاره د افغانستان د طالبانو یو پلاوی به زر اسلام اباد ته سفر وکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر دغه خبره له دې وروسته راځي چې څو ورځې مخکې د اسلام اباد یو لوړرتبه پلاوی چې مشرۍ یې خواجه اصف کوله کابل ته تللی و او له امنیت رانیولي د دوه اړخیزه اړیکو په شمول د بیلابیلو موضوګانو په هکله یې د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره خبرې کړي وې.
د پاکستان او د افغانستان د طالبانو چارواکو په سیمه کښې د ترهګرۍ د زیاتیدونکي ګواښ په تیره بیا د تحریک طالبان پاکستان ډلي او د داعش د خراسان ډلې لخوا د ګواښ په اړه خبرې کړي وې.
ټیګونه