طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي سره ښکر په ښکر شوي
د پاکستانیو پوځیانو او د افغانستان د طالبانو پوله ساتونکو ترمینځ دغه اخ وډب په داسې حال کې شوی، چې د طالابنو دیوځي ځواک دقوماندان په مشرۍ یو پلاوي په همداوروستیو کې له ډيورینډ کرښې سره نزدې سرحدي څوکۍ هم لیدلي او دغه راز ټاکل شوې ده چې یو لوړپوړی پلاوی د پآکستان اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت ځاي سرچینو په انګور اډه سیمه کې د پاکستان له پوله ساتونکو سره د افغانستان د طالب پوله ساتونکو د نښتې خبر ورکړی.
په تیر یوه کال کې د پولې په اوږدو کې له پاکستانیو پوله ساتونکو سره د افغانستان دطالبانو پوله ساتونکو مامورانو تیت پرک نښتې په کرتو دد خبرونو په سر کې راغلي او همدغه موضوع ددواړو لورو په اړیکو کې په یوه مهم چیلنج بدله شوې ده.
صداي افغان خبری آژانس راپور ورکړ، دغه نښته پرون شوې او دلیل ئې هم له افغانستانیانو سره د پا کستانیو پوځیانو بد چلند بلل شوی دی.
دځاي سرچینو په وینا په دغې نښتې کې یو افغان ښاریز زخمي شوی او دپاکستاني لوري له خوا د احتمالی مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي وئیل شوي.