د کراچۍ پولیسو د ټي ټي پی یو خطرناک مسئول نیولی دی
په همدا وروستیو کې ټي ټي پی په پاکستان کې په بم چاودنو او ځان مرګو بریدونو سره د سلګونو خلکو په تیره بیا د لمونځ ګوزارو وینه بهولې او پړه ئې هم په غاړه اخستې ده .
د پاکستان ډاؤن نیوز خبری سایټ راپور ورکړیو د پاکستان د سند صوبې د له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پولیسو د اطلاعاتي اورګانونو په مرستې سره د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې سرغنې پټنځای پيژندلې او په یولړ پټو عملیاتو کې هغه نیولي او د هغه له ځایه ئې یو شمیر ځیني مهم سندونه او وسلې هم کشف اوضبط کړي دي.
د خبری سرچینو په وینا،دغه ترهه ګر په کراچۍ کې د ټي ټي پي د یوې څانګې دمنظمولو مسئولیت په غاړه درلود چې د امنیتی پولیسو په منګولو کې ګیر شو او د پلټنې لپاره نامعلوم ځای ته منتقل کړئ شوی دی.
د کراچۍ پولیسو اعلان کړی دی ، چې دنیول شوي ترهه ګر لومړنیو اعترافاتو ته پام سره ځیني عملیات ترسره شوي او له هغه سره اړونده یو شمیر نورې ترهه ګرئې هم نیولي او دځينو نورو لټول پيل شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې په همدا وروستیو کې ټي ټي پی په پاکستان کې په بم چاودنو او ځان مرګو بریدونو سره د سلګونو خلکو په تیره بیا د لمونځ ګوزارو وینه بهولې او پړه ئې هم په غاړه اخستې ده .