پاکستان له خپل ایټمی پروګرام لاس نه اخلي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له خپل ایټمی پروګرام د دغه هیواد د لاس اخیستلو په اړه په رسندویو کې اوازې ختمې کړې او ویې ویل دغه پروګرام د پاکستان د دفاعی قدرت لپاره دې
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پیسو د نړیوال صندوق د مرستې د ترلاسه کولو په وړاندی له خپل ایټمی پروګرام لاس نه اخلي .
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له خپل ایټمی پروګرام د دغه هیواد د لاس اخیستلو په اړه په رسندویو کې اوازې ختمې کړې او ویې ویل دغه پروګرام د پاکستان د دفاعی قدرت لپاره دې . هغه په وروستیو کې یوه بیانیه خپره کړه او په دې چی د ایټمی اژانس د عمومی منشی وروستی سفر د اوازو د رامینځته کیدا سبب شوی دی ، خواشینۍ څرګنده کړه . دغه سفر ګومانونه رامینځته کړی وو .
د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار هم هرډول ساز باز رد کړی دی . هغه په پارلیمان کې وویل هیڅوک پاکستان ته نشی ویلې چی کومې وسلې او کوم توغندی ولرلې شئ .