عمران خان او د اسلام آباد په محکمه کښې یې حاضریدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129734-عمران_خان_او_د_اسلام_آباد_په_محکمه_کښې_یې_حاضریدل
محکمې ته د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان د وربلل کیدو په بهیر کښې د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمینځ نښته له لاهور وروسته پلازمینې اسلام آباد ته هم ورسیدله.
(last modified 2023-03-18T23:47:32+00:00 )
Mar 19, 2023 04:15 Asia/Kabul
  • عمران خان او د اسلام آباد په محکمه کښې یې حاضریدل

محکمې ته د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان د وربلل کیدو په بهیر کښې د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمینځ نښته له لاهور وروسته پلازمینې اسلام آباد ته هم ورسیدله.

محکمې ته د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان د وربلل کیدو په بهیر کښې د تحریک انصاف د پلویانو او پولیسو ترمینځ نښته له لاهور وروسته پلازمینې اسلام آباد ته هم ورسیدله.

عمران خان د خپلې وزیراعظمۍ په دوران کښې له حکومتي ډالیو د ناوړه استفادې د تور په دوسیه کښې د نیول کیدو د حکم له صادریدو یوه اونۍ وروسته، بلآخره د اسلام آباد محکمې ته حاضر شو.

د اسلام آباد په محکمه کښې د عمران خان د شتون په وخت، له حکومتي اموالو د ناوړه استفادې د تور د دوسیې د څیړنې دوام ۱۲ ورځې وروسته ته وځنډول شو.

په عین حال کښې وویل شول چې له لاهور نه د عمران خان له وتلو وروسته پنجاب پولیسو د هغه په کور یرغل وکړ او هغه ټول کسان یې ونیول چې له حکومتي ځواکونو سره یې د تیرو څو ورځو په نښتو کښې رول درلود.