کراچۍ کې په تېرو دوو میاشتوم کې غلو ۲۶ تنه وژلي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په وروستیو ۲۷ ورځو کې غلو ۲۶ تنه وژلي، د ۴۵۴ تنو څخه یې موټرې، ۱۰۲۲۳ تنو څخه یې موټر سایکلې او ۵۶۳۴ تنو څخه یې مبایلونه غلا کړي دي.

رسنۍ وایي، سږ کال د کراچۍ ښار تر ټولو زیاتې پېښې په ناظم اباد، نارت ناظم اباد، باغ، نبي بخش، رنچهور، لاین، ګلستان جوهر، بهادر اباد، ګلشن اقبال او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.
د رسمي معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې یاد ښار څخه ۲۲۶۶ تنو څخه موټرې او ۵۶۸۷۱ تنو څخه موټر سایکلې غلا شوې وې.
همدا راز کراچۍ کې په یاد کال کې په بېلا بېلو پېښو کې ۱۰۸ تنه وژل شوي وو.