پاکستان کښې سختې زلزلې دوه کسان مړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129876-پاکستان_کښې_سختې_زلزلې_دوه_کسان_مړه_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې پرون سختې زلزلې تراوسه دوه کسان وژلي او یوسل پنځوس نور ژوبل کړي دي.
(last modified 2023-03-22T02:08:51+00:00 )
Mar 22, 2023 04:43 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې سختې زلزلې دوه کسان مړه کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې پرون سختې زلزلې تراوسه دوه کسان وژلي او یوسل پنځوس نور ژوبل کړي دي.

دغه زلزله د پاکستان د لاهور د اسلام اباد ، د پیښور د پنډۍ د کویټه ، کوهاټ د لکي مروت ، ډیره اسماعیل خان و د جنوبي وزیرستان په شمول د هیواد  په  ډیرو سیمو کښې احساس شوي ده او خلک له خپلو کورونو څخه تښتې ته مجبوره شوي دي.

ویل کیږي دغه زلزله چې شپږ اعشاریه ریشټره وه د افغانستان په ځینو سیمو او دغه راز د هندوستان د پلازمینې نوي ډيلي په شمول د دغه هیواد په ډيرو سیمو کښې هم احساس شوي ده.

د دغه سختې زلزلې له کبله د پاکستان د خیبرپښتونخواه صوبې په سوات سیمه کښې دوه کسان وژل شوي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي چې روغتونونو ته وړل شوي دي.