پاکستان کې شپږ تنه د اوړو د ویش پر مهال مړه شوي
Mar 26, 2023 13:37 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت له لورې په بېلا بېلو ښارونو کې په وړیا ډول د اوړو د ویش پر مهال ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پاکستان کې شپږ تنه د اوړو د ویش پر مهال مړه شوي
د پاکستان حکومت له لورې په بېلا بېلو ښارونو کې په وړیا ډول د اوړو د ویش پر مهال ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د را پورنو له مخې یو تن په بهکر کې د اوړو موټر د راتګ په انتظار کې مړ شوی، دغه راز یوه میرمن بیا په مظفر ګړۍ کې د اوړو موټر په انتظار ساه ورکړې، په ملتان، فیصل اباد او کوټ اډو سیمو کې هم د اوړو موټرو په انتظار درې کسان د زړه د حملې له امله مړه شوي.
په ورته وخت کې په چارسده سیمه کې یو پولیس هم مړ شوی دی.
ټیګونه