پاکستان کښې د مرستو د ویش په وخت ۱۱ تنه مړه شول
د پاکستان پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کښې د مرستو د ویش په دوران کښې د ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان مړه شوي دي
د پاکستان پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کښې د مرستو د ویش په دوران کښې د ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان مړه شوي دي
ایرنا د پاکستان د خبري سرچینو په حواله لیکلي چې تیر ماښام له روژه ماتي لږ مخکښې د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې په اړمنو کسانو د مرستو د ویشلو په دوران کښې رامینځته شوې ده.
د پاکستان پولیسو له دې پیښې وروسته وویل چې د ګڼې ګوڼې او ټیل ماټیل له امله لسګونه کسان هم زخمي شوي دي.
ځینۍ رسنۍ بیا وايي چې دا پیښه د مرستو د ویش په ځاې کښې د اوبو اودریدو او له امله یې د بریښنا د کرنټ په وجه رامینځته شوې ده او د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال هم شته دی.