د بلوچستان صوبې په سرحدي سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130492-د_بلوچستان_صوبې_په_سرحدي_سیمه_کې_څلور_پاکستاني_پوځیان_وژل_شوي
په بلوچستان صوبې کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
(last modified 2023-04-01T23:36:23+00:00 )
Apr 02, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • د بلوچستان صوبې په سرحدي سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

په بلوچستان صوبې کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د  وري په ۱۲مه، د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ سیمه کې شوی دی.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي “یوه ډله ترهګرو د پاکستان او ایران په ګډه پوله کې د ایران له خوا څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګزمې برید کړی دی.”

سرچینې زیاته کړې، دا برید په داسې حال کې شوی چې ځواکونه یې په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.