د بلوچستان صوبې په سرحدي سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي
Apr 02, 2023 04:04 Asia/Kabul
په بلوچستان صوبې کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د وري په ۱۲مه، د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ سیمه کې شوی دی.
د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي “یوه ډله ترهګرو د پاکستان او ایران په ګډه پوله کې د ایران له خوا څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګزمې برید کړی دی.”
سرچینې زیاته کړې، دا برید په داسې حال کې شوی چې ځواکونه یې په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه