په پاکستان کې ۵۷ کسان وژل شوي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په مارچ میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۷ وسله وال بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې ۵۷ کسان وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، تېره میاشت یوازې په بلوچستان کې لس بریدونه شوي، چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
دغه راز په خېبر پښتونخوا کې بیا شپږ بریدونه شوي چې له امله یې یوازې پنځه کسان وژل شوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، دا شمېر د فبروري میاشتې په پرتله ۳۶ سلنه کم والی ښيي.
د ډان ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، په فبروري میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۵۸ بریدونه شوي وو، چې له امله یې ۵۹ کسان وژل شوي او ۱۳۴ نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو څلور پاکستاني پوځيان وژلي وو.